زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/09/29 - 03:50:5
زيارة: 214
مشاركة مع الـأصدقاء

د اسراییل له‌خوا د حزب‌الله د مشر وژلو غبرګونونه راپارولي
 د اسراییل له‌خوا د حزب‌الله د مشر وژلو غبرګونونه راپارولي

انصار:( د تله ۸مه)، د اسراییل له خوا د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژلو غبرګونونه راپارولي دي.

حسن نصرالله چې د لبنان د حزب الله ډلې مشري کوله ووژل شو، هغه څه چې پراخ عکس العملونه یې پارولي دي.

حزب الله چې یوه وسله واله ډله او سیاسي ګوند دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د امریکا د متحدو ایالاتو له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

اروپايي اتحادیې د لبنان د حزب الله پوځي څانګه نه، بلکې سیاسي ګوند په تور لېست کې شامل کړی دی.

حزب الله چې د ایران متحده ډله ده، د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ په یوه بیان کې تایید کړه چې حسن نصرالله د اسراییل په یوه هوايي برید کې وژل شوی او ژمنه یې کړې چې د دغې ډلې د مشر له وژل کېدو سره سره به د اسراییل پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د اسراییل پوځ هم پرون شنبه ویلي چې حسن نصرالله د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

د حسن نصرالله وژل کېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې غبرګونونه راپارولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي او په عراق او افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د حسن نصراله وژنه او د حزب الله کمزوري کېدل د ایران لپاره یوه لویه ضربه بللې ده.

خلیلزاد دا پوښتنه مطرح کوي چې اسراییل له ځانه د انفرادي مشرانو د موندلو او وژلو وړتیا ښودلې، خو اوس ایران به څه وکړي او د ایرانیانو چلند به بدل شي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییل په هوايي برید کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو سره-سره به هم د هغه لاره روانه وي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې د دې پېښې په اړه د خواشینۍ ښوولو سره لیکلي: د مقاومت د مشر حسن نصرالله عالي لاره به دوام ومومي او د هغه سپېڅلی هدف، یعنې د بیت المقدس ازادي به په واقعیت بدله شي.

په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران هوايي شرکت ایران اییر بیروت ته ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لبنان کې د اسراییل وروستي بریدونه د اسراییل د نسل وژنې، اشغال او تېري د پالیسۍ د برخې په توګه غندلي، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نورو بنسټونو یې غوښتنه کړې چې د اسراییل مخه ونیسي.

فلسطینۍ ډلې حماس چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي، هم د حزب الله د مشر حسن نصرالله پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او اسراییل یې د هغه څه مسوول وباله چې دغې ډلې یو ناوړه جنایت او خطرناکې پایلې یې بللي او ویلي یې دي د سیمې پر ثبات به اغېز کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو غورځنګ هم په یوه بیان کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د هغه وژنه به په لبنان کې جهادي روحیه لا پیاوړې کړي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33669






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم